په ژوندی پڼه خپرونه
    پرچم افغانستان

    د افغانستان او پاکستان سفیرانو ترمنځ لظفي برخورد سوي

    © Photo/ U.S. Army
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 680 0 0

    افغان سفیر حمد الله محب وايي، حکومت د پاکستان پر ضد کره اسناد او شواهد لري او هغه به نړیوالو بنسټونو او امریکا ته وړاندې کوي، چې ټول د پاکستان پر تګلاره پوه شي.

    پاکستان د اسلام په نامه جوړ شوی دی، خو تر ډيره یې اسلام تخریب کړی دی.

    په امریکا کې د افغانستان سفیر حمد الله محب د پاکستان له سفیر اعزاز احمد چوهدري سره په یوه ګډ بحث کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د روانو ټولو ناخوالو تر شا د پاکستان لاس دی.

    په دې بحث کې چې امریکايي ځوانانو هم پکې ګډون کړی و، د پاکستان سفیر بیا د افغان سفیر تورونه رد کړي دي.

    دده په وینا پاکستان د اسلام په نامه جوړ شو، خو اسلام یې بد نامه کړ.

    نوموړي زیاته کړې، پاکستان به هغه وخت له نړۍ او افغانستان سره رښتینۍ وای، چې په خپله خاوره کې یې د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي وای او همدا راز یې هغه کسان جزايي کړي وای، چې په ښکاره توګه په دغه هېواد کې ترهګرۍ ته خلک هڅوي، مالي ملاتړ ورته برابروي او په رسنیو کې یې پیلویتوب کوي.

    چوهدري بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان له ثبات پرته د پاکستان ثبات ناشونی دی، نو ځکه یې هېواد د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی