په ژوندی پڼه خپرونه
     دريو نورو هېوادونو هم له قطر سره اړېکې پرې کړي

    قطر د يمن سفارت کارکوونکو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې له قطر څخه ووځي

    © Fotolia/ Kingslyg
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 154 0 0

    د قطر چارواکو په هېواد کې د یمن سفارت دیپلوماتیکو کارکوونکو ته امر وکړ چې د 48 ساعتونوپه موده کې له قطر ووځي.

    دامطلب ريانووستي اژانس د يمن دديپلوماتيکو سرچېنو له قوله ورکړی دي. « دقطر چارواکو د سفارت کارکوونکوته خبر ورکړی چې په ددو ورځو کې ووځي». — دامطلب سرچېنې څرګند کړی دي. د يمن او قطر دبهرنيو چارو وزارتونو تر اوسه پورې په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر د جون په پنځمه د قطر سره ديپلوماتيکې اړېکې وشلولي، او دوحه ئي د ترهګريزو سازمانونو سره دمرستي اوپه منځني ختيځ کې د حالاتو د بې ثباتۍ له امله تورنه کړه. ددې ترڅنګ دختيځ ليبیا، یمن، موريتانيا،او همدارنګه مالديف او موریس هم له قطر سره ديپلوماتيکې اړېکې پرې کړي. پخوا قطر ويلي وه چې په دې اړه خوابيه عمل نه ښيئ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی