په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیې ته د اسد او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د یوه د غوره کولو وړاندیز وشو

    لوروف وائي ما یوازې درسنيو له لارې « دروسيي په باب د تیلرسون پلان » اوريدلی دي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هغه يوازې د رسنيو څخه په روسیه کې د امریکا د بهرنیو چارووزير ريکس تيلرسون د پلان په اړه واورېدل.

    «زه ئي لولم تاسو ئي ولیکئ» — دامطلب لوروف د ريانووستي اژانس د خبريال دپوښتني په ځواب کې څرګند کړ. ايا دی دتيلرسون په ًپلان پوهيږي. BuzzFeed د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پټو اسنادو په حواله ليکئ چې تيلرسون دروسيي سره داړېکو په باب يو پلان چمتوکړی دي اوپه هغې کې درې اساسي ټکې شامل دي. لومړۍ داچې مسکو وهڅول سي چې « دمتحده ايالاتو په وړاندې دتيري د اعمالو» څخه ډډه وکړي او داواضح کړي چې امريکا د هر هغه عمل په وړاندې چې ددوی ګټي ګواښي بالمثل عمل ترسر کړي. دوهم- له روسيي سره دامريکا دستراتيژيکې ګټو په اړه خبري اتري کول چې په هغو کې سوريه اوشمالي کوريا او ددې ترڅنګ سايبري امنيت شامل دي. دامطلب BuzzFeed ورکوي. د پلان دریم ټکی د روسیې سره د ستراتیژیک ثبات د ساتلو په اهمیت ټینګار کوي. ستراتیژیک ثبات- معمولا د وسلو کنټرول دي، په ځانګړې توګه اټومي وسلو ته اشاره کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی