په ژوندی پڼه خپرونه
    عراقي پوځونو د «اسلامي دولت» څخه وروستي پل چې د موصل ختيځ او لويديځ سره نښلوي نيولی دي

    عراقي پوځونو د «اسلامي دولت» څخه وروستي پل چې د موصل ختيځ او لويديځ سره نښلوي نيولی دي

    © AFP 2017/ Aris Messinis
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    دعراق پوځيانو پنخم او ورستي پل چې د موصل ختيځ او لويديځ سره نښلوي، د «اسلامي دولت » د ترهګرۍ ډلې ډ وسله والو کسانو څخه نيولی دي. دامطلب د عراقي ښاردازادولو دعملياتو قوماندان جنرال عبدالامیر ايارالله څرګند کړی دي.

    دده په خبره د الشوری شفا په جنوبي برخه کې دافراطيانو پرضد عملياتو کې د عراق د نهمي زرهي فرقې وسله والو ځواکونو برخه اخستي وه. د عراق پوځيان و توانيدل د (باشتبيا- ۱۰ پيړۍ) تاريخي کلا کندوالي چې د «اسلامي دولت» ترهګرو په ۲۰۱۵ کال کې چولي وه او ددې ترڅنګ ددجله په لويديځ کې د «ال هاداس» زندان ونیسي. همداډول وسله وال کسان چې شمير ئې د ۵۰۰- ۷۰۰ تنو پوري رسیږي د موصل په زاړه ښارکې کلابند شوي دي. لکه څنګه چې عربي رسنۍ خبر ورکوي دموصل د تاريخي برخوپه عملياتو کې عراقي پوځيانو بې پيلوټه الوتکې هم کارولي دي. دملکې وګړو دوتلو دپاره امنيتي دهليزونه پرانستل شوي وه،خو ترهګرو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پرملکې کسانو ډزي کړي دي. دموصل دازادولو عمليات تيرکال په اکټوبر کې پيل شول د جون په ۱۸ عراقي پوځيانو د موصل غربي پرخو عمليات پای ته ورسول، خو اوس دعراق اردو ، ،پوليس او ځانګړي جزوتامونه د ال — نوري جومات پر لور حرکت کوي چيري چې د «اسلامي دولت» مشر ابوبکر البغدادي دعراق پلازمينه موصل کې «خلافت » اعلان کړ. دعراق پوځيان ډاډه دي چې ددغه عبادت ځای په نيولو به وسله وال نهيلي سي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی