په ژوندی پڼه خپرونه
    د اروپایی ټولنی مشرانو د یونان د ستونزی په هکله موافقی ته سره ورسیدل

    TESTد اروپایی ټولنی مشرانو د یونان د ستونزی په هکله موافقی ته سره ورسیدل

    © REUTERS/ Francois Lenoir
    TEST
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    266 0 0

    د جرمنی مشری انګیلا میرکل، د فرانسی ولسمشر فرانسوا اولاند، د اروپایی ټولنی د شورا مشر دونالد توسک او د یونان لومړی وزیر الیکسیس څیپراس د یونان د ستونزی د هوارولو په موخه د یوی روغی جوړی طرحه وړاندی کړی ده.

    د اروپایی ټولنی د شورا مشر دونالد توسک د بریښنا په کرښه په Twitter کی په دی هکله لیکلی: « د یونان د ثبات لپاره د اروپایی تولنی لخوا وړاندیز شوو لارو چارو پروګرام ته چی جدی اصلاحات او مالی ملاتړ دی، ټول آماده دی».

    د یادونی وړ ده؛ چی د جولای د میاشتی په ۵ مه نیټه د یونان خلکو د اروپایی ټولنی هغه وړاندیزونه چی د بهرنیو مرستو په بدل کی د کورنیو لګښتونو کمښت په پام کی نیول شوی وو، رد کړی دی. له دی وروسته یونان پور ورکوونکو ته د موافقو ته د رسیدو لپاره د اصلاحاتو پروګرام وړاندی

    کړ.

     

     

    • 12345
    • 67890
    • 12579

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی

    غوره کیسې