24 مارچ 2015, 16:07

ایا ولسمشر محمد اشرف غني به د امریکا مالي مرستې تر لاسه کړي؟

ایا ولسمشر محمد اشرف غني به د امریکا مالي مرستې تر لاسه کړي؟

د افغانستان د خلکو اکثریت پر دې ټينګار کوي، چې د امریکا پوځیان دې په افغانستان کې پاتې شي. دغه خبره د افغانستان ولسمشر اشرف غني په واشنګټن کې د امریکامتحدو ایالتونو له ولسمشر برک اوباما سره د خبرواترو په درشل کې د امریکا د ان-پي-ار له ملي راډیو سره په مرکه کې وکړه.

د افغانستان مشر د خپلو وطنوالو په تړاو د غږېدو په ترڅ کې وویل: افغانان، امریکا متحدو ایالتونو ته د داسې هېواد په سترګه ګوري، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر زیات اهمیت لري.

ولسمشر اشرف غني هیله څرګنده کړه چې امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، اوهمدارنګه له افغانستان سره به د واشنګټن اقتصادي مرستې هم دوام ومومي.

سپینه ماڼۍ به د افغانستان د ولسمشر له خوا د څرګندو شوو هیلو په غبرګون کې په څه شي ځواب ورکړي؟

افغاني کارپوهان په همدې تړاو هر یو خپل نظر لري. د ساري په توګه د کابل پوهنتون د استاد، په اقتصادي چارو کې د کارپوه سیف الدین سیحون په عقیده، امریکا متحدو ایالتونو ته د افغانستان د ولسمشر سفر سمبولیک څرنګوالی لري. دئ په همدې تړاو د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ کې داسې وایي:

غږيز مواد کښته کول

 سیاسي مبصر کبیر رنجبر داسې ګڼي، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کالونو کې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ اړیکي ډېر ساړه شوي وو، نو ځکه دا ویلای شو، چې امریکا متحدو ایالتونو ته د ولسمشر اشرف غني دغه سفر کولای شي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزي. رنجبر په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

غږيز مواد کښته کول

خو دا له ورایه نه ښکاري، چې دغه کار به د افغانستان ځمکې ته د خلکو ارماني سوله راوړي. د هغو ۱۳ کالونو په اوږدو کې هم هېواد ته سوله رانغله، چې د آیساف د بین المللي ټلوالې ځواکونه لا په افغانستان کې وو. د ملګروملتونوټولنې د اطلاعاتو له مخې، یوازې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې ۳۶۹۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۸۴۹ تنه نور سخت ټپیان شوي. او دغه ارقام د هغو امریکایانو له شمېر سره پرتله کېدونکي دي، چې په افغانستان کې د ۱۳ کالونو په اوږدو کې وژل شوي. پخوا ولسمشر اشرف غني ویل چې د دغو ۱۳ کالونو په اوږدو کې په افغانستان کې ۳۴۰۰ تنه امریکایي پوځیان وژل شوي او تر ۳۰۰۰۰ تنو زیات ټپيان شوي.

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک