20 مارچ 2015, 10:36

په پېښور کې افغان محصلينو دنوى کال جشن ونمانځه

په خېبرپښتونخواکې د افغان محصلينو داتحاديې لخوا دنوى کال "دنوروز جشن" ولمانځل شو.

دغه غونډه د پيښور په هوټل کې جوړه شوي وه . غونډه دقران پاک په تلاوت پيل شوه، وروسته بیا دافغانستان ملي سرود وږغول سو، د نوروز جشن غونډنمانځې کې د خېبرپښتونخواد افغان محصلينو داتحاديې ګڼ شمير غړو اوددې تر څنګ دافغانستان او پاکستان ګن شمیر کسانو ګډون کړي ؤ په دغه غوڼده کې د عوامی نشنل ګوند اطلاعاتو پخواني وزیر ميا افتخار حسين وينا وکړه او وئي ويل دا ډیر د خوشحالي ځاي دي چي لراو بر افغانان په ګډه د نوروز کلتوري ورځ لمانځي.

مونږ ټول یو افغان یو،او هيڅوک مونږ سره بيلولای نسي ، افغانان لوی تاريخ لري ، دافغانانو له تاریخ نه بايد لوست زده کړو .زه ټولو افغانانو ته د نوروز دجشن مبارکی وايم . په غونډه کې د خېبرپښتونخواد افغان محصلينو اتحاديې مشر ډاکتر ابراهیم ځاځي د راغلو ميلمنو څخه مننه وکړه .

او دافغان محصلينو اتحاديې د ستونزو په باب ئي خبری وکړي ، د غوڼدې په دوهمه برخه کې سندرغاړو دټنګ ټکور پروګرام اجرا کړ چې دغه دموسيقي پروګرام دغونډې ښکلا نوره م زياته کړه

عکس او خبر: داودجبارخیل

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک