8 اپریل 2015, 15:57

اسکاتلند يارد په لندن کې دسورئي دوعظ دوژلو په اړه پلټني کوي

اسکاتلند يارد په لندن کې دسورئي دوعظ دوژلو په اړه پلټني کوي

اسکاتلند يارد (په لندن کې دپوليسو مرکز ) په لندن کې سورئي خطيب عبد الهادي العرواني دوژلو په اړه پلټنې پيل کړي دي .دامطلب دسی شنبی په ماښام برتانوي رسنيودپوليسو دسرچينو له قوله ورکړی دي

مړی دسی شنبي په سهار په يو فولکس واګون پاسات ګړندي موټر کې موندل شوی دي. دمړي پر ټټر دمرمي دلګيدو نښانې ليدل کيږي . دمړي دپيژندواړوند بهير لا نه دې پيل سوي

خو سرچيني تائيدوي چې وژل شوی کس دلندن داکټون سيمي د «النور» دجومات خطيب دي. نوموړي دبشارالاسد پر رژيم په وار وار نيوکې کړي دي.

دلندن پوليس دالعروائي دوژلو دجرم يو علت داسلام پر ضد مبارزه بولې چې نوی په ټوکيدو ده .خو سکاتلند ياررسمي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه دتبصره کولو څخه ډډه کړی ده، او دخلګو څخه غوښتنه کوي دموضوع دڅيړلو او لاروښانتيا له امله که څوک په دې اړه معلومات لري دپوليسو سره دی شريکه کړي

«په دغه لومړنيو پړاونو کې تحقيق کوونکې او پلټونکې ټول تعبيرونه څيړي »

  •  
    او په ... کې شریکول
 
برېښنالیک